د محرم میاشتې د لسمې او د عاشورا مراسم نن (پنجشنبه د زمري په ۲۸ مه) د کابل په ګډون د هېواد ځینو ولایتونو کې ترسره شول، خو کمو خلکو پهکې ګډون کړی وو.
د عاشورا مراسم سږکال داسې مهال ترسره شوي، چې د افغانستان مخکینی حکومت نهشته او طالبان پر افغانستان واکمن دي.
د عاشورا مراسمو کې دیني عالمانو په هېواد کې د یوه داسې حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه، چې مذهبي او فردي ازادۍ پهکې وي.
دیني عالمان وایي، طالبان دې کور په کور پلټنه نه کوي او خلک دې نه ډاروي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پخواني وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي:"د خلکو مال او ناموس دې خوندي وي او دا حساسه موضوع ده، چې باید ځانګړې پاملرنه دې ورته وشي او د ویرژلو مراسمو ته دې مزاحمت نه کېږي."
یوه دیني عالم عبدالوحید صالحي ویلي:"د امام حسین علیه سلام د شهادت مهم ټکی دا وو، چې اسلامي ملت دې یو وي - نفاق دې نه وي."
په ورته وخت کې د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، د طالبانو راتګ سره یې ویره لرله، چې کېدای شي د ویرژلو مراسم ترسره نه شي، خو طالبانو د جوماتونو او ویرژولو امنیت ټينګ کړ.
د کابل یوه اوسېدونکي ګلنار ویلي:"خلک ډارېږي. له کورونو نه وځي اوس له چاودنو او ځانمرګو نه ډارېږي بلکې له طالبانو ډارېږي."
د کابل اوسېدونکي عمران ویلي:"خلک په اندېښنه وو، چې کېدای شي مذهي مراسم نور ترسره نه شي خو د عاشورا مراسم په امن فضا کې ترسره شول."
کابل لپاره د طالبانو والي عبدالرحمان منصور هم نن په کابل کې د عاشورا د ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/23684